راشد خان لومړی لوبډلمشر شو چې په کم عمرۍ کې د ټیسټ لوبو مشري کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی آل رونډر لوبغاړی راشد خان د نړۍ په کچه هغه لوبغاړی اعلان شو چې تر ټولو په کم عمرۍ کې د ملي لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري.

راشد خان پرون/پنجشنبه/ د بنګله دېش خلاف په یوازینۍ ټیسټ سیالۍ کې خپله لوبډلمشري پېل کړه او تر ډېره بریده مثبته هم وه. ددې سیالۍ په لومړۍ ورځ افغان پیاوړي لوبغاړي رحمت شاه زرمتي سلیزه هم ووهله.

د نړۍ هغه لوبغاړي چي په ټیسټ لوبو کې یي دخپل د هیواد لپاره لومړۍ سلیزې وهلي دي:

اسټرالیا: چارلیس بنرمین
بنګله دېش: امین السلام
انګلستان: ویلیام ګیلبرټ ګریس
هند: لالا امارنټ
ایرلنډ: کیوین اوبراین
نیو زیلنډ: سټیوي ډیمپسټر
پاکستان: نذر محمد
سهیلي افریقا: جیمي سینکلیر
سریلانکا: سیډټ ویټیموني
ټرینډاډ او ټوباکو: کلیفورډ روچ زیمبابوې: ډف هاګټون

افغانستان: رحمت شاه