آیا راشد خان یو ښه لوبډلمشر جوړېدای شي؟

حماد افغان

له ډیرو جنجالونو وروسته کرکټ بورډ وتوانېده چې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان بېرته د ګلبدین نایب پرځای لوبډلمشر نه بلکې یو بل مخکښ لوبغاړی دغې دندې ته رامخته کړي چې په همدې توګه یې راشد خان د لوبډلمشر په توګه غوره او اعلان کړ.

دا چې کرکټ بورډ دا فیصله په خپله یا د بل چا تر فشار وروسته کړې، په دې اړه څه نه وایم خو راځو دې ته چې ایا راشدخان به یو ښه لوبډلمشر شي؟ څنګه چې هیوادوال یې غواړي او د کرکټ بورډ تمه ده که به هغه هم د افغانانو هیلې خاورې کړي.

د راشد د لیاقت او ښې یا بدې لوبې کولو په اړه خبره نه کوو ځکه هغه یو نړیوال شهرت لرونکی لوبغاړی دی د کرکټ په نړۍ کې یې ډیر ریکارډونه په خپل نوم ثبت کړي دي، خو دا چې هغه به د لوبډلمشر په توګه څنګه ثابت شي دا مهمه پوښتنه ده.

د نړیوال جام لوبو له پېلېدو څخه په ډیره لږه موده مخکې د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان لرې او پر ځای یې ګلبدین نایب وټاکلو، خو راشد او محمد نبي هغه لوبغاړي وو چې لومړی یې د کرکټ بورډ د پریکړې مخالفت وکړ او هغه هم د میډیا له لارې چې اکثرو افغانانو د هغوی دغه اقدام ډیر نا مناسب او بېځایه وبللو.

راشدخان هغه لوبغاړی دی چې په نړیوال جام کې یې هیڅ یوه لوبه کې هم ځان د یو سم لوبغاړي په توګه ثابت نکړ، نه یې د توپوهنې او نه د توپ اچوونې په ډګر کې وځلیدلو؛ آن خینې وخت یې په توپ رانیوونه هم نیوکې کیدلې.

دا چې راش دخان ولې ښه ونه ځلیده؛ ټول ولس او کرکټ پوهان په یوه خوله وایی چې هغه د ګلبدین نایب له تاکل کیدو سره د مخالفت او اصغر د لرې کیدو له امله قصدا ښه لوبه نه کوله او دا د هغه خپل یو قصدي عمل وو.

د ګلبدین نایب د لومړی ورځې ټاکل کیدلو سره د راشدخان مخالفت هم همدا په ګوته کوي چې هغه سمه لوبه نه کوله او نه یې غوښتل چې لوبې وګټي.

که رښتیا هم همداسې وي نو راشد خان چې په نړیوال جاک کې د هیواد او هیوادوالو ځلېدلو پر ځای د اصغر افغان ځلېدل مهم وبلل، اوس به څنګه هغه یو ښه لوبډلمشر ثابت شي او څنګه به وکړای شي چې افغانستان ته ویاړونه راوړي.

دا چې کرکټ بورډ د هغه د یو تویټ له امله هغه د شل اوریزو لوبو له لوبډلمشرۍ لرې کړ؛ نو څنګه یې هغه اوس د درې واړو فرمټونو لپاره انتخاب کړ، دا هم یو بېل بحث دی؛ خو زیاتره کرکټ پوهان یې د کرکټ بورډ د فساد رابرسیره کیدلو ویره بولي؛ ځکه اصغر یې بېرته د هغه د مرستیال په توګه هم ګومارلی چې اصلي لوبډلمشر به بیرته هغه وي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ به د پنځه يو ورځنيو (لېسټ ای) لوبو لوبلړۍ د جولای په ۱۹مه نېټه پيل شي.