کابل زلمي او فغان ځوانانو احمدزي لوبډلو پایلوبې ته لار پېدا کړه

محمد فرید هوتک
په روانو وروستي لوبغاړي لوبېدو سیالیو کې نن په دوهمه نیمه پایلوبه کې کابل زلمي لوبډلې انجورډ لیون لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
پدې لوبه کې انجورډ لیون لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډو هدف وټاکه، چی په خواب کې کابل ځوانانو لوبډلې په ۱۵،۲ اورونو کې پوره کړ.
پدې لوبه کې عبدالطیف ایوبي تر ټولو ښه لوبه وکړه او د غوره لوبغاړي جایزه یی ترلاسه کړه.
ټاکل شوې ددې لوبو پایلوبه سبا ماسپښین ۲ بجې د افغان ځوانانو او کابل زلمي لوبډلو ترمنځ په ایوبي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.