کابل زلمو د نړیوالو ځوانانو د لوبلړ اتله شوه

محمد ابراهیم مومند
د افغانستان څخه کابل زلمو لوبډلې د پاکستان په پلازمینی اسلام اباد په کوربتوب د (ګلوبل ځوانان) لوبلړ پای لوبه کی د امریکی مناما ځوانانو لوبډلې ته ماتی ورکړه او اتلولي یی وګټله.
په دی سره د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړي غمي ځدران په شتون کې او د عبدالطیف ایوبي په لوبدلمشرۍ کی کابل ځوانانو لوبډلې داتلولۍ جام او د ترڅنګ یی ۸ لکه پاکستانۍ کلداری جایزه ترلاسه کړه.
دیادونې وړ ده چې دغه لوبلړ د پښتون پانګه وال جاوید افریدي له خوا په لاره اچول شوی وو.

د کرکټ زیاتو مبصرینو اوس دا منلې ده چې افغانان د نړۍ په هرو تجارتي او غېر تجارتي لیګونو کې نوښت کوي، نړیوال ګوته په غاښ کوي او مینه وال ورځ په ورځ زیاتوي، دوی یې روښانه بېلګه راشد خان، مجیب الرحمن او د ملي لوبډلې نور پیاوړي لوبغاړي یادوي.