د آی پي ایل وروستۍ ترسره شوې سیالۍ د محمد نبي په نامه وه

د تېرې شپې (یکشنبه، مارچ۳۱) کرکټ د محمد نبي په نوم و. کله چې محمد نبي د یکشنبې د ورځې په لوبې کې خپل وروستی اور کاوه، لوبغالی د (نبي، نبي، نبي….) چیغو په سر اخیستی و. له افغانستان څخه زرګونه کیلو مېتره لېرې د هند د حیدراباد په دغه لوبغالي کې زرګونو هندوانو، مسلمانانو او… د افغانستان د یو ښکلي ځوان نوم زمزمه کاوه او مبصرینو د افغانستان پر استعداد او وړتیا تبصرې کولې.
کله چې محمد نبي د ۲۰ اورونو خطرناک لوبغاړی ای بي ډیولرز وسوځوه، د لوبې یو مبصر وویل: محمد نبي ډېر په فکر لوبه کوي، فکري لوبغاړی دی، زیرک لوبغاړی دی او زموږ د ټولو خوښیږي.
مشهور نړیوال مبصر هرشه بګلي وویل: په خپله محمد نبي په یوېشتمې پېړۍ کې د کرکټ یو خوږ داستان دی.

محمد نبي د آی پل ال په روان سیریز کې په خپلې لومړۍ لوبې کې څلور ویکټې واخیستې. درې اورونه یې په پاور پلۍ کې وکړل. یوازې ۱۱ منډې یې ورکړې او څلور کسان یې اوټ کړل. غوره او بهترین باولر! یو سټمپ یې مس شو او یو بل کس یې په منډو کې هم وسوځوه. ماته یو مهال داسې برېښېده لکه چې د ویرات کوهلي په مشرۍ د رایل چیلنجرز بنګلور لوبډله یوازې له محمد نبي سره لوبه لري.
محمد نبي او د ملي لوبډلې نور لوبغاړي دې خدای لري، دوی تل نړۍ ته د افغانستان او افغان ولس مثبت او ښکلی تصویر ښودلی دی.

د ټولنیزې رسنۍ یو فعال کارمند زبیح شینواری لیکي:

د جنګ ځپلي هيواد دوه وياړونه.
دغو اتلانو په نړيوال سټيج کې د افغانستان په تړاو منفي ذهنيتونه تر يوې اندازې راکم کړل او افغان ولس ته يې وياړ وروبخښه!
د هيواد سياسيون دې هم د کرکټ له اتلانو زده کړه وکړي او هيواد ته د بدنامۍ پرځاى دې وياړونه راوړي.