محمد نبي په آی پي ایل لیګ کې د اوسط منډو ورکولو په پار لومړی مقام وګاټه
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر الرونډر لوبغاړی د هندوستان په غورع لیګ یا تجارتي سیالېو کې ښه وځلید. محمد نبي په څلورو اورونو کې یوازې ۱۱ منډې ورکړلې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول. د نبي په څلورونو اورونو کې په اوسط ډول ۲.۷۵ منډې شویدي چې دا د سږکال آی پي ایل په لوبو کې ریکارډ دی.
محمد نبي په اوسط ډول د لږو منډو ورکولو له مخې هم تر ټولو د اقتصادي بالر مقام لري.
که څه هم چې د شلو شلو اورونو په لومړنیو شپږو اورونو کې چې یوازې دوه توپ ټولونکيد دایرې (سرکل) نه بهر وي، د ورو توپ اچونکو لپاره توپ اچول خورا ګران کار دی، خو محمد نبي په پرله پسې توګه خپل څلور واړه اورونه وکړل.
د محمد نبي په شپاړلسو توپونو هیڅ منډه ونشوه چې د هند غوره لیګ یا آی پي ایل د سږکال په سیالیو کې په دویم مقام راغی.
محمد نبي د سن رایزر حیدر آباد په لوبډله کې لوبه کوي. بل افغان لوبغاړی راشد خان هم په همدې لوبډله کې دی.