د کرکټ په نړۍ کې د نن ورځې مهمې لوبې

عبدالولي عمري

د هندوستان په غوره لیګ یا آی پي ایل سیالېو کې نن ماسپښين درې بجې حيدر اباد او بنګلور لوبډلې په حیدرباد لوبغالي کې سره مخ کیږي، له حیدراباد سره محمدنبي او راشد خان ملګري دي، دې لوبډلې تر اوسه د افغاني غرور خاوند محمد نبي ته چانس نه دی ورکړی، حیدراباد لوبډله د لوبو په جدول کي پنځم مقام او بنګلور بیا اووم مقام لري.

له دې وروسته ماښام اووه بجې بیا راجستان د چينای سوپر کینګز سره د چینای پر لوبغالي ګوري، چینای لوبډله د لوبو په جدول کې دریم مقام او راجستان بیا وروستی مقام لري.

تر هندي لیګ ور هاخوا اسټرالیا پر پاکستان د وایټ واش رسۍ تاوه کړې ، دا لوبډلي تر پوره هڅو وروسته نن په ورستۍ پنځوس اوریزه لوبه کي سره مخ کیږي، په دې سیریز کي د پاکستانۍ لوبډلي څلور غاښه وتلي د پنځم غاښ ایستلو ته یې یوځل بیا اسټرالیا مټي رابډ وهلي.
ددې بهترینې لوبي وخت نن ماسپښین درې نیمي بجې دی.