عبدالولي عمري

د هندوستان غوره لیګ دولسم پړاوو مخته ځي، دې لیګ کې نن د وهمه او دریمه لوبه ترسره کیږي، لمړۍ دوهمه لوبه د سنرایزر حیدرباد او کلکتې لوبډلو ترمنځ د کلکتې په ښار کي ترسره کیږي، د کلکتې د سیالي لوبډلي سره راشد خان محمد نبي هم ملګري دي، معلومه به سي چي حیدرباد افغان محمد نبي ته چانس ورکوي کنه.!؟
ددې لوبډلو لوبه ۳:۰۰ بجې پیلیږي.

په دوهم قدم کي هم د هند په غوره لیګ کي پاتیږو ، ددې بهترین لیګ دریمه لوبه د ممبي انډینز او ډهلي تر منځ په ممبي ښار کي ترسره کیږي، ددې لوبډلو لوبه بیا د افغانستان پر وخت ۷:۰۰ بجې پیلیږي.

بل خوا بیا پاکستان په خپل کورکي ډبول کيږي، د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ د پنځه پنځوس اوریزو لوبو څخه لمړۍ لوبه اسټرالیا وګټله، په دوهمه لوبه کي پر ۳:۳۰ بجې د اماراتو په شارجه کرکټ میدان کي سره مخ کیږي.

بل اړخ ته اسیایې هیواد سریلانکا غواړي بریا خپله کړي خو د بخت ستوری یې د ناکامیو طرف نیولی، د جنوبي افریقې او سریلانکې ترمنځ ورستۍ شل اوریزه لوبه ترسره کیږي، ددې لوبډلو ترمنځ دوې ټيسټ سریلانکا، د پنځه پنځوس اوریزو سریز افریقا، او د شل اوریزو لوبو څخه دوې پرلپسې هم افریقا ګټلي، د ورستي لوبي لپاره سترګي پر برابره وو، چي سریلانکا له وایټ واش څخه ځان ژغوري اوکنه.؟
ددې سرکښه لوبډلو لوبه ۵:۰۰ بجې پیلیږي.

د افریقې میلمنه سریلانکا ماته خوري، خو د سریلانکا ښځینه لوبډله په خپل کورکي له انګلستان ښځینه لوبډلي سره غېږ په غېږ ده، په دې سیالۍ کي انګلستان ښځينه لوبډلي درې پرلپسي پنځوس اوریزي لوبي وګټلې، دا ځل پر شل اوریزو لوبو راڅرخي.
ددې لوبډلو لمړۍ شل اوریزه لوبه نن ۹:۰ پیلیږي.