د هند په آی پي ایل کې د نبي عیسیخېل او راشدخان لوبډله نن له کلکتې لوبډلې سره لوبیږي
محمد ابراهیم مومند
د هندوستان په کوربتوب د ۳ افغان لوبغاړیو په موجودیت کې د کرېکټ تر ټولو ستر سوداګریز کرېکټ لیګ (اي پي ایل) بېګا شپه د معمول خلاف د پرانیستې له مراسمو پرته د هندوستان په چېنای ښار کې پیل شو.
دغه لیګ به هر کال په شانداره مراسمو کې پیلېد؛ خو د سږکال د پرانېستې مراسمو لګښت د هغو کسانو کورنیو ته ورکړل شو چې د پولواما په برید کې وژل شويوو.
د سږکال په هندوستان کرېکټ پریمیرلیګ کې د تېرکال په څېر د ۲ سنرایزرز حیدراباد او کینګز اېلېون پنجاب لوبډلو په ګټه ۳ افغان لوبغاړي محمدنبي عیسیخېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران لوبېږي.
ټاکل شوې، د سیالیو په دویمه ورځ به نن د نبي عیسیخېل او راشدخان لوبډله حیدراباد له کلکتې سره او سبا د دریېم افغان لوبغاړي مجیب ځدران پنحاب لوبډله له راجستان لوبډلې سره سیالۍ کې راښکاره شي.
پرون شپه لومړۍ لوبه کې دفاعي اتلې چېنای سوپرکینګز لوبډلې د بالرانو پهواسطه بنګلور لوبډله لومړی په ۷۰ منډو وسوځوله او بیا یې د ۳ لوبغاړیو په سوځېدو سره په ۷ وېکټو هدف بریا خپله کړه.
هربجن سینګ د ویرات کوهلي او ایبيډيویلیرز ترڅنګ د مېلمنې لوبډلې ۳ لوبغاړي سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
د دفاعي اتلې لوبډلې چېنای سوپرکینګز لوبډلې هندي توپوهونکی سریش رینا د دې سیالیو په تاریخ کې لومړی توپوهونکی شو چې ۵ زره منډې یې پوره کړې.
د هندوستان «اي پی ایل» لیګ کې به سږ کال د پایلوبې په شمول ټولټال ۶۰ لوبې وشي چې اتله لوبډله به یې د می پر ۱۲مه معلومه شي.
د هندوستان په دې ستر لیګ کې ـ چې په نړۍواله کچه میلیونونه مینهوال لري او د نړۍ غوره لوبغاړي پهکې لوبېږي ـ تراوسه چېنای سوپرکینګز او ممبۍ انډينز لوبډلې په درې ـ درې اتلوليو ګټلو سره مخکښې لوبډلې دي.
دغه راز تر اوسه کلکتې نایت رایډرز لوبډلې دوه ځلې او ډین چارجرز، راجستان رویلز او سنرایزرز حیدراباد لوبډلې بیا یو ـ یو ځلې د اتلولۍ جامونه ګټلي دي