د کلکتې لوبډلې مالکان: غواړو د انګلستان په لیګ کې هم د ځان لپاره لوبډله خوښه کړو

ولید ( خپلواک)

 د کلکتې لوبډلې مالکان غواړې چې د انګلستان په نوي سوداګریز لوبلړ کې چې د سلو توپونو دی پانګونه اچونه وکړي او د ځان لپاره پکې لوبډله خوښه کړي.

دغه ټورنمینټ چې د سلو توپونو دی او د کورنیو لوبغاړو په شتون کې پکې ښځینه او نارینه لوبغاړي هم ګډون کوي، د کرونا ویروس له امله د ۲۰۲۰ م کال څخه ۲۰۲۱ م کال ته وځنډید.

اوس د کلکتې لوبډلې شریکان غواړې چې یاد لیګ کې په راتلونکې ۲۰۲۱ م کال کې پانګونه وکړي، ځکه دوی دلیل دا راوستی چې کلکته هميشه د کرکټ په برخه کې ډېری ټيمونه او لوبغاړي د پیسو په بدل کې اخلي.

 د کلکتې لوبډلې شریک وینکي میسور ویلي: (( کرکټ ریښتیا هم د پیسو ګټلو لپاره یوه ښه لار ده، زموږ موخه دا ده چې په کرکټ کې پانګه اچونه وکړو، د سلو توپونو لیګ زمونږ زیات خوښ شو، که چيرته انګلستان په راتلونکې کال کې مونږ ته چانس را کړي، نو موږ به هرو مرو یوه لوبډله د ځان لپاره خوښه کړو.))

یاده دې وي چې دغه سیالۍ انګلستان کرکټ بورډ د دې لپاره په لاره واچولې، ترڅو د شل اوریزه کرکټ فارمټ نور هم لنډ کړي.