د لومړي ځل لپاره یو افغان لوبغاړی شفیق الله شفق د کرکټ له ۶ کلن بندېز سره مخ شو

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی او غوره ډګر ساتونکی شفیق الله شفق په فساد تورن کړ. کرکټ بورډ وايي شفق په سیالېو کې د فساد او درغلېو تورن دی، ځکه مو له ۶ کلن بندېز سره مخ  کړ، کرکټ بورډ زیاتوي چې شفق تر ۶ کاله هېڅ راز کرکټ نشي ترسره کولی.

دا لومړی ځل شو چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو پیاوړی لوبغاړی شفیق الله شفق د کرکټ په تاریخ کې د فساد او درغلېو په تور د کرکټ د تر ټولو اوږد بندېز سره مخ شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ اعلامیه وايي چې شفق دغه “سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو (۲۰۱۸) کال سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلو/هوکړې او همدارنګه د بنګله دېش د ۲۰۱۹م کال غوره لیګ یا(BPL) کې ترسره کړې دي.”

د بورډ اعلامیه وایي چې ښاغلي شفق په خپلو “جرمونو اعتراف” کړی دی.

اعلامیه وايي: “شفیق الله شفق د دغې قضیې په څېړنو کې له موږ سره د خپلو تېروتنو د سپیناوي په برخه کې بشپړه همکاري وکړه، که احیاناً نوموړي له موږ سره همکاري نه وی کړې نو د دې امکان و چې شفق له لا ډېر بندیز سره مخ شوی وی.”

تر دې مهال افغان کرکټر شفیق الله شفق په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو مینه والو یې په خواله رسنېو توند غبرګونونه را پارولي او د کرکټ بورډ له لوري دا ۶ کلن بندېز یې د افغان لوبغاړي شفیق الله شفق کرکټ د تباهۍ کنده یاده کړې ده.