کرکټ بورډ یې فساد په ډاګه کړ؛ د کورني کرکټ روزونکی نور محمد د شفیق الله شفق پر لاره روان شو

د افغانستان کرکټ بورډ نن رسماً ومنله چې د کورني کرکټ روزنکی نور محمد لالی یې له هر ډول رسمي چارو منع کړی دی. نور محمد لالی چې په کرکټ بورډ کې یې د ټیټ پوړي روزونکي دنده در لوده، د ۲۰۱۹ زیږدیز کال  په یوې سیالۍ کې درغلي کړې وه او د خخپلې تېروتنې اعتراف یې کړی.

پر نور محمد تور دی چې د ۲۰۱۹ زیږدیز په شپږیزه لیګ کې یې د فساد هڅه کړې وه. د کرکټ بورډ یوه اعلامیه وايي چې دغه روزونکي د ملي لوبډلې یو لوبغاړي‌ ته ورغلي‌ و او ورته یې ویلي وو چې په څو مشخصو لوبو کې درغلي‌ او فساد (سپاټ فکسېنګ) وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي‌ نه دي ‌چې دا لوبغاړی څوک و. دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د کرکټ بورډ د فساد ضد کمېټې د ملي لوبډلې لوبغاړی شفیق الله شفق په لوبو کې د درغلیو له کبله پنځه کاله له کرکټ څخه بند کړ.

افغان کرکټ بورډ دا خبر په داسې مهال کې خپور کړی دی چې د نوموړي د بندېز په اړه یې بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي، خو وړمه ورځ تازه د ۲۰۲۰ زیږدیز کال سوداګریز لیګ چې د شپږیزې تر نامه لاندې پکې سیالۍ ترسره کېږي، رسماً د افغان ولسمشر په حضور کې پرانېستل شو. د دې لیګ یوه سیالۍ وړمه شپه ترسره شوې او دوې سیالۍ یې بیا نن ترسره شوې.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د کرکټ بورډ د فساد ضد کمېټې د ملي لوبډلې لوبغاړی شفیق الله شفق په لوبو کې د درغلیو له کبله پنځه کاله له کرکټ څخه بند کړ.