کرکټ بورډ نور محمد لالي ته په سیالۍ کې د فساد له کبله پنځه کاله سزا ورکړه

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر ټيټ پوړي افغان روزونکي‌ نور محمد لالي یې پنځه کاله بندېز لګولی  او دی یې له هر ډول رسمی چارو څخه منع کړی دی، بورډ د نوموړي د بندېز په اړه د نوموړي جزم هم په ډاګه کړی دی.

پر نوموړي تور دی چې د ۲۰۱۹ په شپږیزه لیګ کې یې د فساد هڅه کړې وه. د کرکټ بورډ یوه اعلامیه وايي چې دغه روزونکي د ملي لوبډلې یو لوبغاړي‌ ته ورغلي‌ و او ورته یې ویلي وو چې په څو مشخصو لوبو کې درغلي‌ او فساد (سپاټ فکسېنګ) وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي‌ نه دي ‌چې دا لوبغاړی څوک و. دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د کرکټ بورډ د فساد ضد کمېټې د ملي لوبډلې لوبغاړی شفیق الله شفق په لوبو کې د درغلیو له کبله پنځه کاله له کرکټ څخه بند کړ.

کرکټ بورډ وايي ‌چې نورمحمد لالی د کاپېسا د لوبډلې د روزونکي مرستیال و او پر دې سربېره د «همپالنه» په نامه د یوې شخصي‌اکاډمۍ روزونکی هم دی.

کرکټ بورډ وايي چې ښاغلي لالي‌ اعتراف کړی دی چې په لوبې کې د فساد هڅه کړې وه. د دغې معاملې په اړه نور جزیات ورکړل شوي‌نه دي.

دا روزونکی داسې مهال له کرکټ څخه منع کیږي چې په کابل کې شپږیزه کرکټ لیګ پیل شوی او سیالۍ یې روانې دي، تر اوسه یې درې سیالۍ ترسره شوي، یوه یې پرون شپه او دوې سیالۍ یې بیا نن ورځ ترسره شوې.