شپږیزه: په درېیمه سیالۍ کې بست ساتونکو کابل بازان له ماتې سره مخ کړل، سبا سهار کابل بازان د مېس عینک خلاف لوبیږي

د اووم پړاو شپږیزه کرکټ سوداګریز لیګ په دوام کې نن دوشنبه دوې سیالۍ ترسره شوې، لومړۍ یوه یې سهار او دوهمه یوه یې ماسپښين پیل شوه. د لیګ دوهمه سیالي نن سهار ۹:۳۰ بجې د اکټو سپین غر زمریانو او نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلو ترمنځ پیل شوه، چې په پایله کې یې زمریانو د کریم صادق د غوره توپ اچونې له امله نهنګان له ماتې سره مخ شول

په توپوهنه کې د اکټو سپین غر زمریانو لپاره زبید اکبري زیاتې ۵۱، ناصرعمر۳۸ او وحیدالله شفق ۲۲ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې د امو نهنګانو لپاره په توپ اچونه کې عبدالواسع دوه، یمین احمدزي، نصرت الله او حیات الله یوه ـ یوه وېکټ ترلاسه کړه. ورپسې د نوید احمدزي امو نهنګانو د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې له منځه یې عبدالواسع ۳۰ ناسوځېدلې او دروېش رسولي ۲۱ منډې وکړې، خو د کریم صادق غوره توپ اچونې د یادې لوبډلې لوبغاړي ډېرو منډو ته پرېنښودل او د نوموړي غوره توپ اچونه د اکټو سپین غر زمریانو د بریا لامل شوه.

درېیمه سیالي د ډیوه ګروپ بست ساتونکو او د ایوبي کرکټ لوبډلو ترمنځ تر سره شوه، په دې سیالۍ کې د ډېوه ګروپ بست ساتونکو د ایوبي کابل بازان د ۵۷ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړل چې تر ډېره د بست ساتونکو د لوبډلمشر ګلبدین نایب غوره توپ اچونه د یادې بریا لامل شوه.

د لوبې په پیلېدو سره د ډېوه ګروپ بست ساتونکو لوبډلمشر ګلبدین نایب د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې په پایله کې یې د ایوبي کابل بازان لوبډلې ته د دریو ویکټو په تاوان د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.

ورپسې د ایوبي کابل بازانو د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې په ۱۹.۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۱۵ منډې وکړې او په روانو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ ماتې ومنله.

د یادولو ده چې سبا ۹:۰۰ بجې به د ایوبي کابل بازان د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو پر وړاندې او همدا ډول به ۱:۳۰ بجه د ډېلي فرېش بند امیر ښاماران د ډېوه ګروپ بست ساتونکو پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.