استرالیا له انګلنډۍ لوبډلې په دوهمه شل اوریزه سیالۍ کې ماته وخوړه؛ درېیمه سیالي یې سبا/سه شنبه ده

ولید ( خپلواک )

د استرالیا او انګلستان ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه هم ترسره شوه، په یاده سیالۍ کې ټاس مېلمه استرالیا لوبډلې وګټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
استرالیا د تيري سیالۍ پڅېر پیل ونکړ او خپل لومړی اوپنر ډيویډ وارنر یې بغیر له کومې منډې له لاسه ورکړ.
دا چې د پیل څخه د استرالیا لوبډله د پوره فشار لاندې وه، نو له همدې امله یې ونشو کولای چې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته یو ستر هدف ورکړي.
استرالیا په ټاکلي شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په تاوان ۱۵۷ منډې جوړې کړي، چې پکې لوبډلمشر ایروین فینچ، ۴۰ او اشټن اګر بیا ۲۳ منډې ترلاسه کړې.
د استرالیا له لوري ورکړل شوی هدف کوربه انګلستان لوبډلې په اسانۍ سره ترلاسه کړ او په دوهمه شل اوریزه لوبه کې هم بریا خپله کړه.
د انګلستان لپاره پهد توپ وهنه کې جوز بټلر، ۷۷او ډيویډ ملن بیا ۴۲ منډې ترلاسه کړې.
دواړه لوبډلې به خپله درېمه شل اوریزه لوبه د سيپټمبر په ۸ نېټه/سبا سه شنبه د روس بول سوت امپټون لوبغالي کې ترسره کړي.
یاده دې وي چې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هم انګلستان کرکټ ملي لوبډلې بریا ترلا سه کړې وه.