د استرالیا او انګستان ترمنځ درېیمه ټیسټ سیالۍ نن کیږي

د استرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه ټېسټ لوبه نن پېلیږي.

د داوړو لوبډلو ترمنځ په روان اشیز سیریز کې لومړۍ لوبه استرالیا لوبډلې د ۲۵۱ منډو په توپیر ګټلې وه.

دویمه لوبه یې د مساوي پای ته رسېدلې او درېیمه لوبه یې نن د افغانستان پر وخت د ماسپښین په دوه نیمې بجو پېلیږي.

دواړه لوبډلې به په روان اشیز سیریز کې پنځه ټېسټ لوبې ترسره کړي، چې دوه یې شوي او درې پاتې دي.

استرالیا او انګلستان هغه لوبډلې دي چې په نړیوال جام کې پیاوړې لوبډلې ماتې کړې. استرالیا د تېر ۲۰۱۵ م کال د پنځوس اوریزه سیالېو د نړیوال جام ګټونکې لوبډله او انګلستان بیا د سږ ۲۰۱۹ م کال د پنځوس اوریزه سیالېو ګټونکې لوبډله وه.