ګېف مور مکوني: ډېر هیله مند وو چې باید افغان لوبډلې مو سره سیالۍ ترسره کړې وای

د زِمبابوې کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې له افغانستان سره یې پنځه شل اوریزې لوبې د کرونا ویروس د پراختیا له امله لغوه کړې.
زِمبابوې او افغانستان په روانه اګسټ میاشت کې پنځه شل اوریزې لوبې درلودې، د دغو لوبو کوربتوب هم زِمبابوې کاوه؛ د زِمبابوې کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې دغه لوبې یې د کرونا ویروس د پراختیا له امله لغوه کړې.
یاد کرکټ بورډ ویلي، چې زِمبابوې کې د کرونا ویروس پېښې په ناڅاپي دول زیاتې شوي او حکومت ورته ویلي، چې دوی نشي کولای په کرونایي وضعیت کې د یوې مېلمنې لوبډلې کوربتوب وکړي.
د زِمبابوې حکومت خلکو ته لارښوونه کړې، چې له ګڼې ګوڼې جوړولو ډډه وکړي او روغتیايي لارښوونې په بشپړ ډول مراعت کړي.
د زمبابوې د کرکټ بورډ مسوولین وایي چې دوی حکومت سره د افغان لوبډلې پر وړاندې د لوبو معلومات شریک کړل؛ خو د لوبو د ترسره کولو په برخه کې کرکټ بورډ د حکومت ځواب منفي و.
د زِمبابوې د کرکټ بورډ اجرایوي مدیر ګېف مور مکوني ویلي، چې دوی ډېر هیله مند و، چې هېواد کې کرکټ ترسره کړي، مګر ژر پوه شو چې روغتیایي ماحول د اندېښنې وړ دی او دا لوبې یې لغوه کړې.
له دې وړاندې د زِمبابوې کرکټ لوبډله له مالي بحران سره مخ شوې وه، چې د کرکټ نړیوالې شورا یې نړیوال ورزشي فعالیت ځنډولی و؛ خو بیا یې د یوې غونډې په ترڅ کې زِمبابوې ته اجازه ورکړه، چې خپلې لوبې ترسره کړي.
افغان او زِمبابوې کرکټ لوبډلو په خپلو کې زیاتې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې کړي، چې ډېری یې افغان لوبډلې ګټلي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبې په بنګله دېش کې د افغانستان، بنګله دېش او زِمبابوې ترمنځ درې اړخیز شل اوریز سیریز کې وشوې، چې لومړی ځل افغان لوبډلې زِمبابوې ته ماته ورکړه، خو وروسته بیا زِمبابوې وکولای شول، چې افغان لوبډله ماته کړي.