فرید هوتک: هیله مند یو چې د ملي لوبډلې پاتې سیالۍ ښې پایلې ولري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د دې میاشتې تر وروستیو پورې له وېسټ انډیز لوبډلې سره درې ۲۰ اوره او یوه ټېست لوبه لري.

دا خبره د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو ازادي راډیو ته وکړه. د دغو لوبو په لړۍ کې تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ لوبډلې وېسټ انډیز لوبډلې ته درې ۵۰ اوره لوبې بایللې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل فرید هوتک تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ۲۰ اوره لوبې د پنجشنبې په ورځ پیل او تر راروانې دوشنبې پورې به دوام وکړي.

هوتک وايي: “موږ هیله لرو چې زموږ لوبډله په راتلونکو لوبو کې چې درې ۲۰ اوره او یوه ټېسټ لوبه ده، وکولای شي ښې پایلې ولري.”

ښاغلي هوتک زیاته کړه چې افغانستان دغو لوبو ته ښه چمتووالی لري.

دا لوبې د هند د لکنوو ښار په ایکانا سپورټي لوبغالي کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې په کوربه‌توب ترسره کېږي. د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا له وېسټ انډیز سره ټېست لوبه د نومبر پر ۲۷مه نېټه ترسره کېږي.

د وېسټ انډیز لوبډله د نړۍ د کرکټ لوبې له ۱۰ وتلو لوبډلو څخه ګڼل کېږي.