څو لنډ ورزشي خبرونه

په ارزګان کې په لومړي ځل د نجونو د کرکټ او فوټبال سیالۍ تر سره شوې.

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کرکټ او فوټبال دغه شپږ ورځنۍ سیالۍ نن ناوخته پای ته ورسېدې.

د پوهنې ریاست ځایي چاوراکي وايي، له یادو لوبو څخه يې هدف ورزش ته د نجونو هڅول دي.

محمد نبي د شل اوریزو سیالیو الراونډرانو لېست کې لومړی مقام خپل کړ. د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو نوې درجه بندي اعلان کړې، چې محمد نبي په ۳۳۹ نمرو په کې لومړی مقام خپل کړی او ګلین مکسیویل په ۳۳۳ نمرو جدول کې دویم ځای لري.

 همدارنګه محمد نبي د ۵۰ اوریزو سیالیو الرونډانو لېست کې بیا درېیم مقام لري او راشد خان پنځم مقام کې قرار لري.

د انګلستان خبري سرچینو ادعا کړې ده، چې د بورنموث او لیورپول کلبونه د فریزر پرسر وروستي توافق ته رسیدلي دي.