افغان کرکټ لوبډله به له زمبابوې سره ۵ شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي

ولید ( خپلواک)

 ټاکل شوې افغان کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې سره پنځه شل اوريزه سیالۍ د زمبابوې په کوربتوب ترسره کړي. دغه خبر د افغانستان د کرکټ بورډ‌ ویاند فرید هوتک په خپل رسمي فیسبوک اکاونټ پورته کړې دی. هوتک وايي:

((د سیالیو کره نېټه نده معلومه، خو د زمبابوې کرکټ بورډ سره د یادو سیالیو په اړه افغان کرکټ بورډ خپله پرېکړه نهایی کړې ده.))

هوتک زیاتوي:  (( دلوبو وخت ځکه نه دی روښانه شوی چې په نړۍ کې د کرونا ویروس پيښې لا پسي په ډېریدو دي، دغه ویروس زیاتې نړیوالې او داخلي سیالۍ بندې کړي او یا یې لغوه اعلان کړي دي.))

هوتک زیاتوي: (( دغه سیالۍ د افغانستان لپاره زیاتي ګټورې دي ځکه افغان کرکټ ملي لوبډله په مخ کې نړیوال شل اوریزه جام او اسیا جام لري. افغان کرکټ بورډ د نورو نړیوالو لوبډلو سره هم پر دوه اړخيزه سیالۍ خبرې کړي دي)) دا لا نه ده روښانه شوې چې ایا راتلونکی ۲۰۲۰م کال نړیوال شل اوریزه جام او اسیا جام به ترسره شي کنه؟