فاف ډوپلیسیس: کوینټن ډي کاک مشورو ته اړتیا لري، کرکټ بورډ باید د لوبو چانس راکړي

ولید خپلواک

 د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې نوموتي کرکټر فاف ډوپلیسیس ویلي د لوبډلمشر لپاره نور زړه نه ښه کوي خو د یو لوبغاړي په حیث غواړې د کرکټ په درې واړه فارمټونو کې د افریقا لپاره ولوبیږي.

فاف له ورزشي رسنۍ سره وویل: (( زه لاهم کرکټ سره مينه لرم او غواړم د سویلي افریقا لپاره ولوبیږم، زه لاهم غښتلی یم، او د کرکټ درې واړه فارمټونو لپاره لیواله یم، زه به خپل مهارتونه د یو پخواني لوبغاړي په توګه له نوو لوبغاړو سره شریکوم.))

فاف زیاتوي: ((اوس د افریقا لپاره د درېیو برخو لپاره لوبډلمشر ځوان کوینټن ډي کاک دی چې لاهم تجربو او مشورو ته اړتیا لري.))

یاده دې وي چې فاف ډوپلیسیس څه موده وړاندې له درې واړه فارمټونو د لوبډلمشرۍ څخه تقاعد اعلان کړ.