ټام هریسن: پرته له دې بله لار نه ده را پاتې چې د بندو دروازو ترشا کرکټ وکړو

ولید خپلواک

 وروستي راپورونه وايي چې انګلستان کرکټ بورډ غواړې د بندو دروازو ترشا د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره خپلې ټیسټ لوبې ترسره کړي، دا د پاکستان هیواد لپاره د کرکټ په برخه کې مثبت خبرونه دي، انګلستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې دوی له ټولو حکومتي چارواکو او وزارتونو سره تماس نیولی او ډاډ یې ترلاسه کړې چې د بندو دروازو ترشا سیالۍ څه موده وروسته پیلولی شي.

 دغه بورډ خبرداری ورکړی چې مونږ به کرکټ پیل د ویسټ انډیز سره په سریز کوو چې د جولای په اتمه پلان شوې دی.

د انګلستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس ټام هریسن ویلي: (( مونږ ته پرته له دې بله لار نه ده را پاتې چې د بندو دروازو ترشا کرکټ وکړو، په دې کال کې یوازي مونږ ته همدا یوه لار پاتې ده چې کرکټ د تړلو دروازو شا ته ترسره کړو.))

 انګلستان کرکټ بورډ مخکې هم پاکستان او ویسټ انډيز ته خبر ورکړې و چې د لوبلړ لپاره انګلستان هیواد ته سفر را وکړي. بل پلو پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې لا تر اوسه موږ ته انګلستان کرکټ بورډ کوم خبر نه دی را کړی.