افغان کرکټ لیګ؛ کرکټ بورډ ولې په تبلیغاتو کې پاتې دی؟

په لومړي ځل د افغانستان کرکټ په تاریخ کې د یو داسې کرکټ لیګ د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیول کیږي، چې د کرکټ لوبغاړو او مینه والو یې هر کله ارمان کو.

افغان کرکټ بورډ کورنۍ لیګ د شپږیزې په نوم درلوده چې یواځې تېر کال پکې د نړۍ د څو هېوادونو مشهورو لوبغاړو لوبه وکړه، خو ممکن د شپږیزې لیګ ته سږ کال بهرني لوبغاړي نه وی راغلی.

لکه د پاکستان دننه چې د امنیتي وضعیت په نه ډاډمنتیا نړیوالې لوبې او لیګونه نه کیږي، د افغانستان وضعیت هم داسې دی چې ممکن بهرني لوبغاړي په اسانۍ سره زړه ښه نه کړي چې د لوبو لپاره راشي.

تاسو تېر کال د شپږیزې په سیالیو کې ولیدل چې یو ځانمرګي بریدګر د کرکټ بورډ دروازې ته څېرمه چاودنه وکړه او په دې سره یې یو ډار پيدا کړ.

اوس چې افغان کرکټ بورډ د افغان پریمیر لیګ په نوم متحده عربي اماراتو کې خپل لیګ پرانیسته کړې،د لیګ لپاره پنځه لوبډلې اخیستل شوي او د لوبغاړو ټاکنه به د راتلونکي دوشنبه په ورځ وشي، زیاتې تمې ورته شته.

کرکټ بورډ تمه لري چې له دې لیګ څخه به شاوخوا یو میلیون ډالر ترلاسه کړي او تر څنګ به یې هر افغان لوبغاړی چې په دې لیګ کې لوبې کوي، د کال ۳۰ زره امریکایي ډالر ترلاسه کړي.

د دې لیګ ګټې اوس ډيرې ښکاري او اړتیا ده چې پراخ کمپاین ورته وشي، په لیګ کې په نیمګړتیاوو او نورو ستونزو خبرې بیا وروستۍ دي چې رابرسیره شي او یا لیګ خدای مه کړه ناکام شي.

په ای پي ال سیالیو کې چې افغانان یې په لومړي ځل تجربه کوي، دومره اسانه کار به نه وي، د دې لپاره چمتووالی له نورو ټولو لیګونو سره په توپير کې دی، خو تمه شته چې دا لیګ به په نړیواله کچه یو ښه نوم پيدا کړي.

په دې لیګ کې تر ټولو ښه لاسته راوړنه دا ده چې افغان لوبغاړي به د نړۍ د مشهورو لوبغاړو سره سیالۍ وکړي، افغان لوبډله هر کله چې له نورو نړیوالو سره لوبې کوي، ۱۱ لوبغاړي لوبيږي، خو په لیګ کې تر هر چا لومړی افغان لوبغاړو ته چانس ورکول کیږي چې کولای شي خپله وړتیا وښيي او نوې تجربې لاس ته راوړي.

خو د ای پي ال په تړاو چې په کرکټ بورډ له اوس نه نیوکه ده، یو دا چې لوبډلې بهرنیو کمپنیو واخیستې، د کرکټ بورډ ځواب په دې برخه کې دا دی چې کورنیو پانګوالو ته یې ۵۰ سلنه تخفیف ټاکلی و خو بیا یې هم زړه ښه نه کړ چې لوبډله واخلي.

بله نیوکه دا ده چې کرکټ بورډ ولې د دې سیالیو لپاره تبلیغات نه دي کړي او ولې یې خلکو ته په دې تړاو هر اړخیز مالومات نه دي ورکړي، ځینې اوس هم فکر کوي چې دا د شپږیزې لیګ دی او په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، خو کرکټ بورډ وایي، د شپږیزې لوبې به په کور دننه کیږي او ای پي ال په کرکټ کې یو بل فرمټ دی چې له نړیوالو امتیازاتو هم برخمن دی.

کرکټ بورډ د تبلیغاتو برخه کې اعتراف کوي چې پاتې راغلی، خو د دې لپاره یو دلیل دا راوړي چې د لیګ په تړاو هڅې وروستۍ شوې او ای سي سي ورته ناوخته ډاډ او اجازه ورکړې.

اوس د ای پي ال لپاره عامه پوهاوي باندې کار کول پکار دي چې کرکټ بورډ یې وکړي، د دې تر څنګ د کرکټ مینه والو او کرکټ پوهانو ته پکار دي چې په دې برخه کې د کرکټ او لوبغاړو له خاطره د لیګ د بري لپاره کار وکړي او په نیمګړتیاوو یې له وخت سره سم تبصرې وکړي.

خپل کرکټ، خپل لیګ

APL