په اسیايي جام کې افغان لوبډله له خپل یوه تکړه لوبغاړي محرومه شوه
تاند- د اسیايي جام په درشل کې، چې ټولو برخوالو هیوادونو د خپلو لوبډلو لوبغاړي اعلان کړي، د افغانستان یو تکړه لوبغاړی له دې سیالیو محروم شو.
په داسې حال کې، چې اسیايي جام ته یوازې څو ورځې پاتې دي، د وفادار مومند خوږېدو افغان لوبډلې ته ټکان ورکړ.
وفادار مومند په وروستیو کې ډېره ښه ځلېدلی و خو د تمرین په مهال یې ملا ژوبله شوه او له راروانو سیالیو یومخ بې برخې شو.
وفادار مومند، چې تېز باولر دی، له همند سره د افغانستان په ټیسلوبه کې ښه ځلېدلی و.
د ده د ایم آر آی په معاینه کې ښکاره شوه چې د ملا یو عصب یې تر فشار لاندې راغلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د وفادار مومند پر ځای بل لوبغاړی د اسیا کپ تورنمنټ ته معرفي کړی دی.
د وفادار مومند پر ځای به یمین احمدزی، چې د منځوۍ کچې چټک (medium-fast) ښی لاسی توپ ویشتونکی او توپ اچوونکی دی، په اسیايي جام سیالیو کې ولوبېږي.
یمین تر دې پخوا هم د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبېدلی دی. خو د کرکټ ګڼې بهرنۍ رسنۍ وايي چې د وفادار مومند نشتوالی به د افغانستان د لوبډلې لپاره یوه ضایعه وي.
د وفادار ترڅنګ به د افغانستان بل تکړه تېز باولر دولت ځدراڼ هم له دې سیالیو محروم وي. د دولت زنګون ژوبل شوی دی او له همدې کبله یې د آیرلنډ په وړاندې سیالیو کې هم برخه وانخیسته.
د کیپتان اصغر ستانکزي ترڅنګ، شهزاد احمدي، احسان الله جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه، حشمت شهیدي، ګلبدین نایب، محمد نبي، راشد خان، نجیب الله ځدراڼ، مجیب الرحمان، افتاب عالم، سمیع الله شینواری، مُنیراحمد کاکړ (ویکټ کیپر)، سید احمد شېرزاد، شرف الدین شرف او یمین احمدزی د افغانستان له لوري د اسیايي جام سیالیو ته معرفي شوي دي.
افغانستان په بي ګروپ کې له سریلانکا او بنګله دېش سره یوځای دی. ټولې مسابقې په دوبۍ کې ترسره کېږي.
د لوبو مهالوېش په دې ډول دی.
Asia Cup fixtures: د لوبو مهاوېش
Group Stage-
Sept 15: Bangladesh vs Sri Lanka, Dubai (Group B)
Sept 16: Pakistan vs Hong Kong, Dubai (Group A)
Sept 17: Sri Lanka vs Afghanistan, Abu Dhabi (Group B)
Sept 18: India vs Hong Kong, Dubai (Group A)
Sept 19: India vs Pakistan, Dubai (Group A)
Sept 20: Bangladesh vs Afghanistan, Abu Dhabi (Group B)
Super 4 Round-
Sept 23: 1st Group A vs 2nd Group B, Dubai
Sept 24: 1st Group B vs 2nd Group A, Abu Dhabi
Sept 25: 2nd Group A vs 2nd Group B, Dubai
Sept 26: 1st Group A vs 1st Group B, Abu Dhabi
Sept 27: 1st Group A vs 2nd Group A, Dubai
Sept 28: 1st Group B vs 2nd Group B, Abu Dhabi
Sept 30: Final, Dubai پایلوبه