تر ۱۹ کلونو کشر کرکټ لوبډله بنګله دېش ته روانه شوه

تاند- د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو لوبډله نن /دوشنبه/ د ۵ یو ورځینیو سیالیو لپاره بنګله دېش ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د دې سیالیو هدف د نولس کلونو اسیا کپ او نړیوال کپ ته تیاري ده.

آسیا کپ سیالۍ د روان کال په نومبر کې، په مالیزیا کې او نړیوال کپ د راتلونکي ۲۰۱۸ میلادي کال، د جنوري له ۶مې تر ۲۶مې په نیوزلنډ کې تر سره کېږي.

د افغانستان د نولس کلونو په لوبډله کې، چې نوین الحق یې کیپتاني کوي، عمران محمدي، نوید عبید، دروېش رسولي، نثار وحدت، قیس حسن، ابراهیم ځدران، مجیب ځدران، یوسف ځاځی، عظمت الله، وفادار مومند، اکرام علي‌خېل، رحمان الله ګوربز، پروېز ملکزی، طارق ستانکزی او شمس کړوخېل شامل دي.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هیوادونو د ټیمونو ترمنځ لومړۍ مسابقه د پنجشنبې په ورځ /سپټمبر ۲۸/ او وروستۍ د اکتوبر په شپږمه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *