د بوکس په سیالۍ کې لوبغاړی ومړ

خبریال: فضل رحیم رحیمي: په سنګاپور کې د د اسیايي مبارزې د اتلولیو (ایشین فایټنګ چمپین شیپ) په لومړنۍ سیالۍ کې یوه سوکلوبغاړي یا بوکسر پردیپ ژوند له لاسه ورکړ.

(۳۲) کلن باډي بلډر او بوکسر پردیپ د لوبې له ختمیدو ورورسته سمدستي په رینګ کې وغورځید او له هغه ځایه یې روغتون ته انتقال کړ، خو نوموړی روغتون ته له رسېدو ورورسته خپل د ژوند له لاسه ورکړ او له نړۍ سره یې تل لپاره خدای په اماني وکړه.

د لوبڅارانو په وینا د لوبې په لومړي راونډ کې امتیاز پردړیب ترلاسه کړ و، خو په دوهم راونډ کې د نوموړي پزه وینه شوه او ریفري د لوبې د درېدو له کبله د ده سیال بریالی اعلان کړ.

د روغتون د ډاکترانو په وینا دغه بوکسر د زړه د درېدو له کبله سا پرې کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *