افغان ۱۹ کلن د اسیايي جام پایلوبې ته ووتل

تاند- د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډلې نن /جمعه/ نیپال ته ماتې ورکړه او د نولس کلنو د اسیايي حام پایلوبې ته ووته.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ټیم په پایلوبه کې له پاکستان سره مخامخ شي. افغان لوبډلې په سرلوبو کې پاکستان ته په خورا لوی توپیر ماتې ورکړې وه.

افغان لوبغاړو نیپال ته په ۷ ویکټونو ماتې ورکړه.

نن په نیمه پایلوبه کې افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې باولینګ یا توپ اچونه غوره کړه.

نیپالي لوبغاړي یو په بل پسې وسوړځېدل خو یوازې انیل کومار ښه ولوبېد. ده په ۵۷ توپونو ۵۰ منډې وکړې.

د نیپال ټول لوبغاړي په داسې حال کې، چې په ۲۸ اوور کې یې ۱۰۳ منډې کړې وې، وسوځېدل.

مجیب الرحمن
مجیب الرحمن

په افغان باولرانو کې مجیب الرحمان ۶ لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۲۸ منډې ورکړې. د مجیب الرحمان له لوري په سوځول شویو نیپالي لوبغاړو کې د دغه ټیم ۵ تر ټولو ښه بېټسمنان هم شامل دي.

افغان لوبغاړو د نیپال د ۲۰۴ منډو هدف په شلم اوور او درېم توپ پوره کړ.

رحمت الله ګوربز ښه بیټنګ وکړ. ده ۹ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې.

دروېش رسول ۲ شپږیزې ووهلې.

تر دې وړاندې پرون /پنجشنبه/ پاکستان د بنګله دېش نولس کلنو ته په ۲ منډو ماتې ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *