افغان ۱۹ کلن له پاکستاني ۱۹ کلنو سره د اسیايی جام په پایلوبه کې

تاند- د افغانستان تر ۱۹ کلنو کشره لوبډله به سبا /یکشنبه/ د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور کې د پاکستان له نولس کلنو لوبډلې سره د نولس کلنو د اسیايی جام په پایلوبه کې مخامخ شي.

افغانستان په نیمه پایلوبه کې نیپال او پاکستان په نیمه پایلوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې ده.

په روان ټورنمنټ کې افغانستان د نوومبر په لسمه پاکستان ته سخته ماتې ورکړې وه.

په روانو سیالیو کې د افغان لوبغاړو بې سارې لوبه د افغانستان د کرکټ راتلونکې ته د افغانانو او نړیوالو هیله څو برابره زیاته کړې ده.

د افغانستان تر نولس کلونو د کشرو لوبغاړو لوبډله په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کپونو کې هم ښه ځلېدلې وه.

د افغانستان د نولس کلنو لوبغاړی مجیب الرحمن ځدراڼ پرون /جمعه/ نیپالي لوبغاړي ونه سوځول بلکې ورېبل. ده په داسې حال کې چې ۲۸ منډې ورکړې، ۶ تکړه نیپالي لوبغاړي وسوځول.

مجیب الرحمن
مجیب الرحمن

په روان تورنمنټ کې افغان لوبډلې یوه ماته، هغه هم د باران له کبله وخوړه. خو په خپل ګروپ کې د سر ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته ووت.

په نیمه پایلوبه کې افغان نولس کلنو نیپال ته په ۷ ویکټونو او ۱۷۷ توپونو ماتې ورکړه چې خورا سخته ماتې ده. افغان لوبغاړو پاکستان ته هم تقریباً همداسې سخته ماتې ورکړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *