کرکټ بورډ وايي، غوره لیګ د لکونو ډالرو ګټه لري

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان د غوره لیګ سیالۍ هم د کرکټ بورډ اوهم د لوبغاړو لپاره په لکونو ډالره ګټه رسوي.

د کرکټ بورډ ريیس شکرالله عاطف مشعل د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغان غوره لیګ ۵ لوبډلې په ۶ لکه ډالره پلورل شوي دي.

دا ځل هیڅ لوبډله افغان سوداګرو وانخیسته.

د کابل لوبډله موزلي ګروپ، د ننګرهار لوبډله پلس کپیټل، د کندهار لوبډله ایس بي سپورټس، د پکتیا لوبډله ويراک موبایل او د بلخ لوبډله لیجنډري من په نوم بهرنیو کمپنیو وپېرلې.

د ښاغلي مشعل په وینا د دې لیګ په لړ کې به افغان لوبغاړي ۲۶ زره ډالر عاید ترلاسه کړي.

ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ د اکټوبر له پنځمې د مې تر ۲۱ پورې په متحده عربي اماراتو کې د افغان او بهرنیو لوبغاړو په ګډون ترسره شي.

له بلې خوا د هندوستان DSport چاینل د دغه هېواد د پولو په حدودو کې د افغانستان غوره ليګ د لوبو خپرولو حق ترلاسه کړ. دغه نړیوال تلويزيون له دې وړاندې نور ليګونه هم خپاره کړي او په هندوستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې مليونونو کتوونکي لري.