عراقي لوبډلې په الجزایر کې لوبه نیمګړې پرېښوده

تاند- د عراق د هوايي ځواک د فوټبال لوبډلې، چې د عربي هیوادونو د کلبونو د سیالیو په لړ کې الجزایر ته تللې وه، هغه وخت لوبه نیمګړې پرېښوده چې نندارچیانو «الله اکبر، صدام حسین» نارې ووهلې.

د عراق د هوايي ځواک او د الجزایر د الاتحاد لوبډلې د مسابقې ۷۲ دقیقه وه چې نندارچیانو الله اکبر، صدام حسین شعارونه ورکړل.

دې شعار د عراقي لوبغاړو غوسه وپاروله او لوبه یې په نیم کې پرېښوده.

د عراقي کلب مشر ولید الزبیدي وویل چې لوبډلې یې د فرقه پالو شعارونو په خاطر لوبه پرېښوده او دوی غواړي چې په دې اړه د فوټبال نړیوال فدرېشن ته شکایت وکړي.

خو د الجزایر د الاتحاد لوبډلې روزونکی وايي چې نندارچیان له دې خبر نه ول چې عراقي لوبغاړي په دې نارو خپه کېږي.