فاف ډوپلیسیس د کرکټ د درې واړه فارمټونو له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

ولید ( خپلواک)

 د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي، فاف ډوپلیسیس له درې واړه فارمټونو څخه استعفا وکړه. فاف څه موده مخکي د پنځوس اوریزه او شل اوریزه لوبې له لوبډلمشرۍ څخه لرې کړې شو او پر ځای ځوان لوبغاړي کوینټن ډي کاک وټاکل شو.

فاف برحاله د ټیسټ لوبې کيپتان و، خو د کوینټن ډی کاک، د لوبې تر کتو وروسته یې خپله پرېکړه بدله کړه، او د لوبډلمشرۍ د هر ډول فارمټ څخه یې د تل لپاره مخه ښه وکړه.

هغه په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، ځوان لوبغاړي ځلیږي، د سویلي افریقا کرکټ نوی پړاو ته داخلیږي، نوې پوهه، نوې رهبري، نوې ستراتیژي، هر څه بدلیږي.

 زه به د یو لوبغاړي په حېث په درې واړه فارمټونو کې لوبیږم او خپلې مشورې به د نوي لوبډلمشرانو سره شریکوم.

ډی کاک، پر خپله لوبډلمشرۍ کې ډېر ښه وځلید او لا د سویلي افریقا لوبډلې ته پرمختګ ورکولای شي.

لا تر اوسه د سویلي افریقا کرکټ بورډ د فاف ډوپلیسیس پر استعفا څه نه دي ویلي.