د غوره لیګ روان فصل نه لغوه کېږي، نور هم شته

محمود خان منندوی

د غوره لیګ کلبونو په څلور ساعته ناسته کې د دې فصل د پای ته رسولو له پاره د لوبغاړو د سلامتیا ساتلو په صورت کې مثبته رایه ورکړه.

 لوبي بې له تماشاچیانو پیلیږي او اوس یوازي د انګلستان دولت تائید ته خبره معطله ده. تمرینات ممکن د می میاشتې په ۱۸مه پېل شي.

کریسټیانو رونالډو د مور د نړۍ والې ورځي په مناسبت خپل مور ته ۱۰۰ زره یورویي مرسډیس ډالۍ کړ!

د بونډسلیګا د لوبو د بیا پیلیدو په جریان کې تازه د کلن کلب تائید کړه، چې د درېیو غړو د کرونا وایروس ټیسټونه یي مثبت اعلان شوي دي، خو دا کسان نه لوبغاړي دي او نه هم د کرونا وایروس نښې لري. دوی به څوارلس ورځې قرنطین وي، خو تمرینات به جریان ولري.

 د یادولو وړ ده، که لوبې پیلیږي او د یوه لوبغاړي د کرونا وایروس ټیسټ هم مثبت اعلان شي، نو لیګ د لغوه کېدو د خطر سره مخ کېږي.

په یوه دقیقه لوبېدو یو جام!

خیسي د ۲۰۱۹ د سپټمبر پر دوهمه د پاریس سېنټ جرمن څخه په قرضي توګه جلا او د لیسبون سره یو ځای شو، خو تر جلا کېدو وړاندې یې په لومړي لیګ کي د میټز پر وړاندي یوه دقیقه ولوبید او دغه یوه دقیقه د همدې سبب کېږي، چي هغه د دې فصل د اتلولۍ میډال ترلاسه کړي.