د جنوبي امریکا فوټبال فدراسیون: د کورونا له امله مو جامونه نه لغوه کېږي، نور هم شته

د جنوبي امریکا د فوټبال فدراسیون اعلان کړه، چې د لیبرټاډورس او کوپا امریکانا جامونه به د کرونا وایروس له امله لغوه نه شي.

د ریال ماډریډ ځوان لوبغاړي وینیسیوس دوه زره د خوړو او روغتیایي موادو بستې د کرونا وایروس سره د مبارزې په هدف خپل د زېږېدو سیمې ته لېږلي دي، تر څو غریبو خلګو ته یي ورکړي.

د غوره لیګ سازمان اعلان کړه، چې ۲۰ میلیونه پونډه یي و NHS ( د انګلستان د صحت ملي سرویس) ته د کرونا وایروس سره د مبارزې په هدف او همدارنګه ۱۲۵ میلیونه پونډه یي په کښته درجه لیګونو کې لوبډلو ته ورکړي دي.

ګاټزټا: د لوبو څخه تر یوې میاشتې لیرې کیدو وروسته، اوس په تازه معایناتو کې معلومه شوې ده، چې سمیر هندانوویچ جوړ شوی دی او راتلونکو لوبو کې لوبیدای شي.

روما د جانلوکا مانچيني او جورډن ورټو قرارداد دایمي کړ. روما دا لوبغاړي د اټلانټا او فیورنټینا څخه په قرض اخیستي ول.

 سن سپورټ: لمپارډ د راتلونکي فصل له پاره ۷ لوبغاړي نه غواړي: زوما، جورجینیو، کیپا، الونسو، بارکلي، امرسون، ویلیان او پیډرو.

 په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره جرمني کلبونو د میلادي کال ۸ لومړۍ لوبې په ټولو ټورنمنټنونو کې وګټلې.

ګلابو سپورټي: د برازیل د فوټبال فدراسیون دا مهال د پاریس سېنټ جرمن کلب سره خبري کوي، تر څو د توکیو د ۲۰۲۰ م کال  المپیک ته یي دعوت کړي او د کوپا امریکا لوبو کې یي د لوبیدو اجازه هم ترلاسه کړي.

الیسون بیکر د ۲۰۱۹ م کال د سامبا جایزه ترلاسه کړه. دا جایزه هر کال په اروپا کې غوره لوبیدونکي برازیلي لوبغاړي ته ورکول کېږي.