د افغان ۱۹ کلنې او کاناډا سيالي د اورښت له امله لغوه شوه

په نړیوال جام کې د کاناډا پر وړاندې د افغان ۱۹ کلنو لوبډلو دریمه لوبه د باران ورښت له امله لغوه شوه. دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې له وړاندې د سویلي افریقا او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره موندلې ده.

ټاکل شوې وه چې نن د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په لړۍ کې د کاناډا د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

افغانستان د چارشنبې په ورځ د جنوري په ۲۲په جنوبي افریقا کې د نړیوال جام په دوهمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او د خپل ګروپ د جدول سر ته راغی.

په دې لوبه کې د افغانستان لوبډله په داسې حال کې چې شپږ غړي یې سوځېدلي وو، سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه خو د اماراتو ټول لوبغاړي په ۳۲ اوور کې وسوځېدل په داسې حال کې چې یوازې ۱۰۵ منډې یې کړې وې.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه چې د نړیوال جام د کوربه جنوبي افریقا د لوبډلې پر وړاندې وه هم په لوی توپیر وګټله.

په ورته وخت کې بیا د پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلې هم کوارټر فاینل ته وتلې دي. بنګله دېش ۱۹ کلنه لوبډله به د پاکستان خلاف او هند ۱۹ کلنه لوبډله د نیوزیلنډ خلاف همدا شېبه لوبیږي.

بلخوا بيا پاکستان نولس کلنو د بنګله دېش خلاف لوبه روانه کړې ده، بنګله دېش د ۱۶ اوورونو وروسته  ۱۰۶ منډې جوړې کړېدي او ۳ لوبغاړي يي سوځيدلي دي.

د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره د نن ورځې سیالي ډېر اهمیت لري.