د ۱۹ کلنو نړېوال جام: لوبغالی لوند دی او د دواړو لوبډلو ترمنځ به سیالي په ځنډ پېل شي
د افغانستان کرکټ بورډ له قوله چې د ۱۹ کلنو نړېوال جام سیالېو په لړ کې نن افغان ۱۹ کلنه لوبډله د کاناډا خلاف لوبېده، خو لوبغالی د اورښت له امله لوند شوی دی او سیالي به په ځنډ سره پېل شي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په لړۍ کې نن د کاناډا د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
افغانستان د چارشنبې په ورځ د جنوري په ۲۲په جنوبي افریقا کې د نړیوال جام په دوهمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او د خپل ګروپ د جدول سر ته راغی.
په دې لوبه کې د افغانستان لوبډله په داسې حال کې چې شپږ غړي یې سوځېدلي وو، سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه خو د اماراتو ټول لوبغاړي په ۳۲ اوور کې وسوځېدل په داسې حال کې چې یوازې ۱۰۵ منډې یې کړې وې.
افغانستان خپله لومړنۍ لوبه چې د نړیوال جام د کوربه جنوبي افریقا د لوبډلې پر وړاندې وه هم په لوی توپیر وګټله.