افغان ۱۹ کلنه لوبډله سبا د کاناډا خلاف لوبیږي

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډله د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کې کوارټر فاینل ته لاره ومونده. دا سیالۍ چې په جنوبي افریقا کې روانې دي، افغان لوبډلې پکې تر دې مهال دوه سیالۍ ترسره کړي دي چې دواړه یې ګټلي دي.

لومړۍ لوبه یې له کوربه جنوبي افریقا او دوهمه سیالي یې بیا پرون/چهارشنبه له عربي متحده اماراتو لوبډلې وګټله، ددې سیالېو په لړ کې سبا غرمه مهال افغان ۱۹ کلنه لوبډله د کاناډا خلاف لوبیږي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ د لوبډلې سر روزونکي رئیس احمدزي رسنېو ته وویل: “موږ د سیالیو تر پیل ۱۰ یا ۱۲ ورځې مخکې جنوبي افریقا ته راغلي وو. زموږ ورزشکاران د دې ځای له هوا سره ښه بلد شول.”

په ورته وخت کې بیا د پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلې هم کوارټر فاینل ته وتلې دي. د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره د سبا ورځې سیالي ډېر اهمیت لري.