ای بي ډي ویلیئرز یو ځل بیا کرکټ ته راستنیږي

ولید (خپلواک)

 د  جنوبي افریقا لوبډلمشر او د کرکټ په نړۍ کې پیاوړی کرکټر (فاف ډوپلېسیس) له رسنېوسره په یوه تازه مرکه کې وویل: په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام کې د (ای بي ډی ویلیئرز) راتګ ته سترګې په لار یو. مونږ په حقیقت کې د هغه د راتلوملاتړ کوونکي یو هغه په نړیوال کرکټ کې تر ټولو ښه کیریر لري او د سویلي افریقا لپاره ځلیدونکی لوبغاړی و.

 ای بي په ۲۰۱۸ م کال کې په حیرانونکي شکل د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه، دا چې نوموړي د کرکټ په نړۍ کې کې ۳۶۰ لقب شهرت لرونکی لوبغاړی دی ډېر خلک یې د کرکټ بيرته راتګ ته انتظار باسي. نوموړی د نړېوال کرکټ یو افسانوي لوبغاړی ځکه دی چې په ارامه کرکټ کوي او د ښو شاټونو وهلو وړتیا لري.

 اوس ای بي په خپله ورستۍ مرکه کې ویلي:  زه به یوځل بیا د سویلي افریقا لپاره ولوبیږم زما د لوړو شخصیتونه او د کرکټ چارواکو سره خبرې روانې دي، زما تقاعد یوازې یو بهانه ده، زه خپله لوبډله ډېره خوښوم.

 فاف د ای بي په اړه وویل:  زه یې د راتګ پوره هڅه کوم او دا مو نوی روزونکي ته دنده ورکړې چې هغه بیرته لوبډلې ته راولي. هغه زیاتوي په نړیوال پنځوس اوریزه جام کې زمونږ لوبغاړو سره نوی کوچ هم نه و بلد او د ای بي کمې مو تر ډېره احساساوه.

 سویلي افریقا کرکټ لوبډله د ویسټ انډیز او استراليا سره راتلونکي سیریزونه لري.

 انوکو نکوي ،مارک باؤچر ، جیک کیلس او چارل لانجیلډ د ای بي راتګ ته خوشبینې ښایې.