د کرکټ په نړۍ کې د لنډ وخت راج در لودونکی لوبغاړی بیا راستنیږي

ولید خپلواک

 د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې تکړه کیڼ لاسی توپ اچوونکی مصطفیض الرحمن چې د کرکټ په نړۍ کې یې د لنډ وخت لپاره ښه راج درلوده اوس په خپل رن اپ یا منډه کې بدلون راولي.

 مصطفیض چې د بنګله دیش لپاره یې د فاسټ بالرانو تشه په مکمل ډول ډکه کړی وه نوموړی اوس د بنګله دیشۍ لوبډلې له پام څخه غورځیدلې دی.

 د ملي لوبډلې ټاکونکی حبیب البشر وویل:

(( مونږ د نوموړي پر وړتیا سترګې نه شو پټولې، خو باید په ارام ارام ملي لوبډلې ته راشي.))

 مصتفیض الرحمن د بنګله دیش کرکټ لوبډلې یو ترټولو پیاوړی لوبغاړی دی چې په خپله توپ اچونې د لوبې په ورستیو شیبو کې هر ډول سوېنګ اپ کټر او ورته نور توپونه په اسانۍ سره ترسره کولای شي.

 نوموړي په ورستۍ مرکه کې وویل: ((اوس لپاره ښه يم او په ځان کې لږ بدلون وینم))

 هغه په خپل کورني لیګ بي پي ایل کې د رانګپور رایډرز لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.