د افغانستان په سهېل کې د سولې تر نامه لاندې د بایسکل ځغلونې لوبه وشوه

تاند په را استول شوې خبرپاڼه کې د سهیل کندهاره د بایاسکل ځغلونې د سیالۍ په اړه تازه را پور کې ذکر شوي دي چې: کندهار کې د سولې تر عنوان لاندې د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره شوه، دغه سيالي، چي د هيواد د باېسکل ځغلونې ملي فدراسیون لخوا جوړه شوې وه، پکې سلګونه لوبغاړو ګډون کړی و.
د لوبې یو تنظيموونکي زمري اکبري وویل، چي د باېسکل ځغلونې سيالي د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۵ کيلومتره په اوږدوالي ترسره شوه، چي پکې درييو ګټونکو ته د المپيک باېسکلونه ورکړل شول.
اکبري وایي د لوبې بله موخه د باېسکل ځغلونې لپاره د نویو لوبغاړو جذب دی.
د کندهار ورزش فدراسیون وایي دا مهال په کندهار کې لسګونه ځوانان د بایسکل ځغلونې په مسلکي لوبو بوخت دي.