د هسپانیا فوټبال فدراسیون له ایکر کاسیاس څه غوښتي؟

محمود خان منندوی

مارکا ورځپاڼي په یوه خبر کې ویلي، چې د لالیګا د اتحادیې له خوا و ایکر کاسیاس ته وړاندیز شوی دی، چې د هسپانیا د فوټبال فدراسیون د ریاست له پاره په راتلونکو انتخاباتو کې ځان کاندید کړي. دغه انتخابات د 2020 د مارچ په میاشت کې ترسره کېږي.

 د لالیګا رئیس خاویر ټیباس د روبیالیس سره اختلافات لري او له کاسیاس څخه یي غوښتنه کړې ده، تر څو ځان کاندید کړي، خو تر اوسه کاسیاس جواب نه دی ورکړی.

د کاسیاس مثبت جواب به د فوټبال سره د هغه د مخه ښې په معنا وي. په تېر 2019 کال کې کله چې پر کاسیاس په می میاشت کې د زړه حمله راغله د هغه راهیسي بیا د پورټو له پاره نه دی لوبیدلی او د فوټبال ادامه یي هم په شک کې ده.

روربیالیس غواړي تر څو په مارچ میاشت کې د هسپانیا د دوو دوستانه لوبو څخه مخکې دغه انتخابات ترسره کړي او د کاسیاس په ګډون سره به دا انتخابات د روبیالیس او د فوټبال د تاریخ د یوه محبوب لوبغاړي ترمنځ جذاب شي. که کاسیاس منفي جواب ورکړي، نو راتلونکو څلورو کلونو کې به بیا هم روبیالیس د هسپانیا د فوټبال فدراسیون رئیس وي.

په دې انتخاباتو کې بل کاندید اوسنی رئیس لوئیس روبیالیس دی.