افغان ۱۹ کلنه کرکټ لوبډله د عربي متحده اماراتو خلاف ښه روانه ده

حضرت عثمان نوري

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

دا سیالي د پلازمېنې کابل پر وخت غرمه مهال ۱۲:۳۰ دقېقې پېل شوه چې افغان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهنه غوره کړه.

اوسمهال د سیالۍ د ۲۲ اوورونو په پای ته رسېدا سره ۶۹  منډې د ۲ لوبغاړو په تاوان ترلاسه کړي دي. په دې منډو کې د غوره کرکټر ابراهیم ځدرآن  ۳۲ منډې هم شاملې دي.

پورته انځور د ۱۱ افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو نوملړ راښيي چې اوسمهال  د سیالې متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې د نړیوال جام په خپلې دویمې لوبه کې ډګر ته ښکته کېږي.

په ورته وخت کې بیا  د نیوزیلنډ ۱۹ کلنو لوبډله د سرېلانکا خلاف، پاکستان ۱۹ کلنه لوبډله د د زمبابوې خلاف او جنوبي افریقا د کانډا خلاف د سیالۍ ډګر ته ښکته شوي دي. په دې ګروپ کې دا ټولې سیالۍ په بېلابېلو ویشتنځایونو کې د افغانستان پر وخت غرمه مهال ۱۲ نیمې بجې پېل شوي دي.

دا په روان جام کې د افغان نولس کلنو دوهمه سیالي ده. له دې وړاندې د افغان نولس کلنې لوبډلې خپله لومړۍ سیالي د کوربه جنوبي افریقا خلاف ترسره کړه. دا سیالي جنوبي افریقا ونه ګټله ااو دغه لومړۍ سیالي یې له جنوبي افریقا څخه د ۷ ویکټو په ستر توپیر وګټله.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولان وايي چې تنکیو افغان لوبغاړو د نن ورځې سیالۍ ته پوره تیاري نیولې او پرون یې تمرینونه کړي دي. دوی زیاتوي چې دا تمریناتي کمپ د افغان نولس کلنې لوبډلې لپاره ډېر ګټور دی او مثبته پایله به ورکړي.