شفیق الله غفاري بیا کانې وکړې، افغان ۱۹ کلنې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

نن د ۱۹  کلنو نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله دوهمه لوبه د متحده عربي اماراتو په وړاندې ترسره کړه. افغانستان دغې لوبې کې د پیاوړې هر اړخیزې لوبې پر مټ د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په ۱۶۰ منډو ماتې ورکړه. د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

که څه هم افغانستان له ځانګړو منډو پرته د لوبډلمشر فرهان زاخېل وېکېټه له لاسه ورکړه، خو د اراهیم ځدران او رحمن الله پیاوړې توپ وهنې په مرسته يي ټاکل شوو پنځوس اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۵ منډې جوړې کړې. افغانستان لپاره ابراهیم ځدران په ۱۲۱ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۸۷ او رحمن الله په ۸۲ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۸۱ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. متحده عربي اماراتو لپاره میاپن ۲ او سنچېت شرما، چېتیا او ارین لکرا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې متحده عربي اماراتو لپاره ارین لکرا او اروېند غوره لوبه پیل کړه، خو شفیق الله غفاري خپل یو اور کې دوه مهمې وېکېټې اخیستلو او له ځانګړی ځنډ پرته بل مهم لوبغاړی رن اوټ کولو سره د متحده عربي اماراتو لوبډله سخت فشار سره مخ کړه چې ورسره يي د وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ هم پیل شوه.

متحده عربي امارات ۳۲٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۰۵ منډې جوړې کړې او د ۱۶۰ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه. متحده عربي اماراتو لپاره ارین لکرا په ۵۳ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۸ منډو جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

افغانستان لپاره شفیق الله غفاري یو ځل بیا لوبه ګټونکې توپ اچونه وکړه او خپل اته اورونو کې يي یوازې ۲۳ منډو ورکولو سره پنځه وېکېټې واخیستې. نور احمد هم درې وېکېټې اخیستلو سره بریالۍ توپ اچونه وکړه.

شفیق الله غفاري نن یو ځل بیا د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. نوموړی د سویلي افریقا په وړاندې لوبې کې هم پیاوړې توپ اچونه وکړه او شپږ وېکېټې يي واخیستې، چې له امله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.