آی سي سي سکاټلندی کیل کويټزر د جایزو حقدار نومولی

ولید خپلواک

 د کرکټ نړېوالې شورا د ۲۰۱۹ میلادي کال په ځینو پیاوړو او په تېر میلادي کال کې په غوره لوبغاړو ځینې جایزې ووېشلې چې له ډلې یې د انګلستان څخه بین سټوکس جایزه واخیسته.

نوموړی د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو مهم الراونډر دی چې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې یې خپله لوبډله د بریا لور ته یوړه.   هغه د انګلستان لپاره د کرکټ په نړۍ څو ځله د هیرو نوم هم ګټلی او تر ډېره یې انګلستانۍ لوبډله په درې واړه فارمټونو کې لوبوي.  بین سټوکس د آی سي سي ایوارډ وېشلو مراسمو کې د کال د غوره کرکټر (ګیرفیلډ سوبرز) جایزه وګټله .

 په نورو جایزو کې غوره لوبڅار هم شامل و چې دغه جایزه یې( ریچارډ الینګورټ) ته ورکول شوه او په ټیټه درجه هیوادونو کې  بیا د سکاټلنډ هیواد څخه (کیل کويټزر) د جایزو حقدرا ونومول شو.

یاده دې وي چې په ۲۰۱۹ م کال کې هندوستاني کيپتان (ویراټ کوهلې) په نړیوال جام کې ډېر ښه او ارام ولوبېد نو پر همدې اساس نوموړي ته د کرکټ د ښې روحیه جایزه ورکول شوه.