آی سي سي د کرکټ یو شمېر لوبغاړي او لوبڅاران وستایل

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي وړمه ورځ د کال غوره کرکټ لوبغاړو او لوبڅارانو ته جایزې ورکړې.
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۹ م کال د کال غوره کرکټ لوبغاړي په ډاګه کړل او جایزې یې ورکړې.
انګلستانی بېن سټوکس کرکټ لوبغاړی د کال غوره الراونډر اعلان شوی او سر ګارفیلډ جایزه ورکړل شوه، ویرات کولي د کال د کرکټ د تازه ګۍ لوبغاړي جایزه اخېستي او دې سره، سره د کال د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو د لوبډلو لوبډلمشر هم ټاکل شوی دی.
سټیف سمېت هم د کال غوره کرکټر جایزه اخېستې، اسټرالیایي مېرنیوس لبوس شېن د ځوانو یا ایمرجېنګ لوبغاړو جایزه اخېستې، پټ کمېنس د کال د ټېسټ لوبو غوره بالرانو جایزه اخېستې.
سکاټلنډي کایل کوئیټزر ته د کال دوهمه درجه کرکټ لوبغاړي جایزه ورکړل شوې، هندی ډیپک چهر بیا د شل اوریزو لوبو د کال غوره لوبغاړی راغلی.
د لوبو د نشروونکو په برخه کې له افغانستان څخه ایمل پسرلی او جاوېد همیم راغلي دي.
اخوا د کرکټ لوبو د لوبڅارانو په برخه کې بیا انګلستانی الېنګ وورت د کال غوره لوبڅار اعلان شوی دی.
د یادولو ده، چې د کرکټ لوبغاړو په برخه کې هیڅ افغان لوبغاړی د ۲۰۲۰ م کال په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړو کې نه دی راغلی.