د کرکټ ګڼ شمېر نړېوال لوبغاړي د آی سي سي له پرېکړې سره مخالف دي

ولید خپلواک

د پاکستان چټک بالر شعیب اختر وایي د کرکټ د نړیوالې شورا پرېکړه ورته د منلو نه ده،  د پاکستان پخواني افسانوي باولر (شعیب اختر) خپلې څرګندونې پرون ماښام پر خپل یوټوب چینل وکړې.

 دا باید په یاد ولرئ چې د کریکټ نړیواله کمیټه راتلونکی کال د دی مسلې په اړه بحث کوي، ځکه چې د نړیوال جام مهالویش څخه د خلاصون لپاره به د آی سي سي او غړیو بورډونو اختیارونو ته سترګې په لار وي چې دا به د لوبغاړو کاري کچه هم راټیټه کړي. که پلان بریالی شي نو د  ای سي سي منتظمین به د لوبې لنډ فارمیټونو لپاره د موجود وخت څخه کار واخلي. د انګلنډ او ویلز کریکټ بورډ له 2023 څخه د څلور ورځنۍ ټیسټ جام سیالیو لپاره د آی سی سی وړاندیز ملاتړ کړی. اختر وایي د هندوستان کرکټ پخواني لوبغاړی او په اوسني وخت کې د بي سي سي آی مشر (سوراف ګنګولي) به پري نږدې چې ټیسټ کرکټ په څلور ورځينۍ لوبو بدل شي؛ ځکه هغه ډېر اوښيار او په کرکټ پوه شخص دی که دوی دا خبره ونه مني نو د کرکټ نړیوال شورا به بیا د سره غور وکړي.

 شعیب اختر د څلور ورځینیو ټیسټ لوبو د نظر سره مخالفت کوي. په عین حال کې د پاکستان پخوانۍ تیز بالر شعیب اختر اوس د څلور ورځنۍ ټیسټ لوبې د کولو مخالفت کړی؛ ځکه چې هغه فکر کوي چې دا ممکن د ټیسټ کرکټ راتلونکی خنډ کړي.

 هغه وویل چې څلور ورځنۍ ټیسټ د آسیایی ټیمونو پروړاندې توطیه ده او په ګوته یې کړه چې سوراف ګنګولي به دې ته اجازه ورنکړي،  د  BCCI  پرته آی سي سي توان نه لري چې دغه پرېکړه عملي کړي.

 تر اوسه د دی پرېکړې په اړه  ډېر لوی نومونو لکه سچن ټنډولکر ، گوتم گمبیر ، ګلېن مک ګراټ ، ریکي پونټینګ ، او ویرات کوهلي د څلور ورځنۍ ټیسټ نظر مخالفت کړی دی جې روټ، او ټيم پين د دی نظر سره خلاف نه دي دوی وایي ټیسټ باید څلور ورځينې شي ځکه د نړۍ خلک په نورو کارونو مصروف دي.