د بنګله دېش مشرفي مرتضی ته په اوله درجه قراردادي لوبغاړو کې ځای نه ورکول کیږي

ولید (خپلواک)

 د بنګله دېش کرکټ بورډ وایي د کپتان مشرفي مرتضی هم فټنس خراب شوی او هم یې باولینګ خراب شوی دی، نو له همدې امله یې له نوموړي سره اوله درجه قرارداد لاسلیک نه کړ.

 بنګله دیش کرکټ بورډ هر میاشت په اوله درجه قرارداد کې تر ۵۰۰۰ ډالرو معاش ورکوي.

 مشرفی مرتضی په ۲۰۱۸ م کال کې پارلمان ته کامیاب شو او له همدې له امله یې فیټنس زیات خراب شو،  د بنګله دیش کرکت بورډ مشر (نظم الحسین) خبریالانو ته وویل:

(( مرتضی نه غواړي چې له بورډ سره د یو قراردادې لوبغاړي په شکل لوبه ترسره کړي .))

 مرتضی چې په نړیوال کرکټ کې یې په ورستېو وختونوکې هیڅ ښه نتیجه ورنه کړه، نو بنګله دیش کرکټ بورډ هم له لوبډلې څخه لري پاتي کړ .

 هغه د بنګله دېش په بي پي ایل سیالیو کې ۱۲ ویکټې ترلاسه کړي او په نړیوال جام کې یې په ۸ لوبو کې یوازي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

 نظم الحسین زیاتوي که مرتضی له کرکټ څخه تقاعد واخلي، نو کرکټ بورډ ورته ښه مراسم او پرګرامونه په نظر کې نیولې دي.