مشرفي مرتضی د بنګله دېش کرکټ د تاریخ یوه مهمه برخه وه

ولید ( خپلواک)

 د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې باولینګ الراونډر مشرفي مرتضی یو ځل بیا د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر په حیث وټاکل شو. څه موده مخکې د بنګله دېش کرکټ بورډ خبر ورکړې و چې د مرتضی تقاعد ته انتظار باسي، خو مرتضی د کرکټ سره د مينې په خاطر لیوالتیا وښودله او د لوبو څخه استعفا یې ونه منله.

 هغه ویلي و، کرکټ دومداره ساتي، ځکه دی ورسره بي کچې مينه لري، که بورډ یې لري کوي نو ستونزه نه لري.

اوس د بنګله دیش کرکټ بورډ اعلان وکړ چې په راتلونکي درې پنځوس اوریزه لوبو کې چې بنګله دیش یې په کور دننه د زمبابوې سره لري، مرتضی به یې لوبډلمشري کوي.

د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر نظم الحسین، په شيره بنګله لوبغالي کې خبریالانو ته وویل:

((مرتضی د بنګله دیش د کرکټ د تاریخ یوه مهمه برخه وه، هغه شاوخوا دوه لسیزې راهیسې د ملي لوبډلې لپاره د کرکټ لوبه کوي، موږ د مرتضی تقاعد ته په تمه و، خو مرتضی څه ونه ویل.

نظم الحسین زیاتوي: ((لا چې بنګله دېش کرکټ لوبډله یو بل لوبډلمشر پېدا کوي، نو وخت پکې لږیږي.))