تسکین احمد: د بنګله دېش کرکټ بورډ په کور پرېښودم او ارمان یې را خاورې کړ

خان وزیر عابد

تېره ورځ د ( ۲۰۱۹) کال پنځوس اوریزه نړیوال جام لپاره د بنګله دېش کرکټ بورډ هم خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې په دې لوبډله کې د بنګله دېش ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي تسکین احمد ته ځای نه دی ورکړل شوی؛ خو تسکین په دې پرېکړه ناخوښ دی.

کله چې د بنګله دېش کرکټ بورډ غوراوي کمېټې پنځلس کسیزه لوبډله اعلانوله تسکین احمد په دې انتظار و چې په دې سترو سیالیو کې د هېواد نماینده ګي وکړي؛ خو د غوراوي کمېټې د بنګالي تسکین احمد ارمانونه له خاورو سره خاورې کړ او په ټاکلي پنځلس کسیزه لوبډله کې ځای ورنه کړ.

تسکین احمد هم له غوراوي کمېټې ناخوښ و، نوموړي په بنګله دېش کرکټ بورډ کې ژورنالیستانو ته اوښکې توی کړې، ده ویلي: په نړیوال جام کې لوبېدل مې ستر ارمان و؛ خو بورډ مې راباندې باور ونه کړ او په کور یې پرېښودم .

تسکین احمد د بنګله دېش یو چټک توپ اچوونکی دی، دا چې راتلونکی نړیوال جام د یو ورځنیو یا پنځوس اوره دی نو تسکین د بنګله دېش لپاره ښه تمامېدی شو؛ خو کرکټ بورډ یې پرې باور ونه کړ. تسکین په ( ۳۲) یو ورځنیو سیالیو کې تر دې دمه (۴۵) ویکټې د بنګله دېش لپاره اخیستې دي.

د (۲۰۱۹) کال یو ورځنیو سیالو نړیوال جام به د لس غوره لوبډلو ترمنځ د افغانستان په ګډون د(مۍ) میاشت پر دېرشمه نېټه پیل شي. دې نړیوال جام لپاره تر اوسه اسټرالیا هند، انګلستان، نیوزیلنډ او بنګله دېش لوبډلو خپلې پنځلس کسیز لوبغاړي اعلان کړي دي.

د بنګله دېش په پنځلس کسیزه لوبډله کې شامل لوبغاړي: لوبډلمشر مشرفي مرتضا، تمیم اقبال، لېټن ډاس،سمیه سرکار، مشفیق الرحیم،محمد الله، شکیب الحسن، محمد مېتن ،شبیر رحمان،مصدق الحسین، محمد سیف الدین، مهدي حسن، روبېل حسین، مستفیض الرحمان او ابو جاوید دي.

افغان (۲۳) کسیزه ملي لوبډله هم د تمریناتي کمپ په موخه جنوبي افریقا ته تللې، هلته به د نړیوال جام لپاره په بشپړه توګه تمرینات ترسره کړي او بیا به د نړیوال جام لپاره غواروي کمېټه پنځلس کسیزه لوبډله هم اعلان کړي.