د هند غوره لیګ کې  تر ټولو مخکښه لوبډله ماته سوه

راپور: ثـناءالله خـــادم

د هند د زړه راکښونکو لوبغالو او نندارچیانو په منځ کې چهارشنبه ماښام ۷ بجې د چینای او سنرایزر ترمنځ لوبه ترسره شوه.

ټاس چینای لوبډلې وګاټه او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.
چینای د پنځه لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۱۳۲ منډې جوړې او سنرایزرز لوبډلې ته یې د ۱۳۳ منډو هدف ورکړ.
چینای لوبډلې کې زیاتې منډي پلیسیس ۴۵، واټسن ۳۱، رایدو ۲۵، راینا ۱۳ او جدیجا ۱۰ منډې جوړې کړې.

سنرایزر لوبډله کې تر ټولو اقتصادي توپ اچوونه راشد خان وکړه چې په څلورو اورونو کې یې د ۱۷ منډو په ورکولو ۲ ویکټې، احمید څلور اوره ۲۲ منډې یوه ویکټ، ندیم دوه اوره ۲۴ منډې او یوه ویکټ، شینکر دوه اوره ۱۱ منډې او یوه ویکټ او کومار څلور اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې.

سنرایزرز لوبډله کې بیرسټو ۶۱ ، وارنر ۵۰ ، او ډیپیک هوډا ۱۳ زیاتي منډې جوړې کړې.

چینای لوبډله کې عمران طاهر څلور اوره شل منډې دوه ویکټې، چهار درې آوره ۳۱ منډې یوه ویکټ او کرن ۲.۵ اوره کې ۳۳ منډې او یوه ویکټ.

سنرایزرز حیدراباد د ۶ ویکټو په توپیر له چینای بریا خپل کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی ډویډ وارنر ونومول شو