دعوت خان

د بنګله ديش کرکيټ ملي لوبډلي تيز توپ اچوونکی تسکين احمد چي د کابو يو کال راهيسي کرکيټ بورډ له پامه غورځولی وو،يوځل بيا د نيوزلينډ په وړاندي د راتلونکو لوبو لپاره چانس ورکړ سو.

خو تسکين تيره جمعه د په بنګله دیش پریمرليګ کي د لوبيدو پر مهال د زخمي کيدو له کبله د ډاکترانو له لوري د ۶ اونيو لپاره استراحت ورکړل سو،نو ځکه نسي کولاي په راتلونکو لوبو کي برخه واخلي.

نوموړي خپله وروستۍ لوبه د سريلانکا په وړاندي د ۲۰۱۸ز کال په مارچ مياشت کي ترسره کړل.

بندګله دیش د نيوزلينډ سره د فيبروري په ۱۳مه نيټه د ۳ يو ورځنيو لوبو سيريز پيلوي.